غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت کمېټې د ۱۴۰۴هـ ش کال وروستۍ ناسته ترسره؛ چې پرمهال يې د یادې کمېټې کلنۍ کړنې او لاسته راوړنې له ګډونوالو سره شریکي شوې.

gu_user1
Sun, Mar 15 2026 12:51 PM
ft

غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو کمېټې د ۱۴۰۴هـ ش کال وروستۍ ناسته ترسره؛ چې پرمهال يې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو آمریت آمر او د یادې کمېټې د مسؤل پوهندوی دوکتور دریا خان هڅاند له لوري په روان ۱۴۰۴هـ ش کال کې  د یادې کمېټې ترسره شوي، فعالیتونه، لاسته راوړنې او د کیفیت د لوړولو په برخه کې ترسره شوو کړنو راپور يې له ګډونوالو سره شریک کړل.
په ورته مهال ښاغلي دوکتور هڅاند د پوهنتون د علمي او اداري چارو د ښه والي په موخه د تضمین کیفیت د سیستم پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د یادې کمېټې اساسي موخه د پوهنتون د علمي معیارونو لوړول، د تدریسي بهیر پیاوړتیا او د معیاري لوړو زده کړو د برابرولو لپاره دوامداره هڅې دي.
نوموړي د خپل راپور په ترڅ کې څرګنده کړه چې د ۱۴۰۴هـ ش کال په اوږدو کې د پوهنځیو د ځان ارزونې پروسې پیاوړتیا، د استادانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه، د کیفیت د معیارونو د پلي کېدو څارنه، او د اسنادو د تنظیم او معیاري کولو په برخه کې مهم ګامونه پورته شوي دي.
او همداراز يې د دغي کمېټې د ټولو غړو او هغو استادانو هڅي وستایلې چې په اړوندو برخو کې يې 
نه ستړي کېدونکې هلي ځلې کړي وې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۲۶ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۲۴ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۱۵ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS