غزني ولایت مقام کې د همغږۍ ګمېتې د پرېکړې په اساس د ۱۴۰۵ هـ ش کال د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین مراسم به په غزني پوهنتون کې ترسره شي.

gu_user1
Tue, Mar 03 2026 2:13 PM
zw

نن ورځ په غزني ولایت مقام کې د همغږي کمېټې د ناستې په ترڅ کې د یاد ولایت د ټولو ریاستونو د مسؤلینو د ګډون ترڅنګ د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي او د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی محمد عمر دروېش هم ګډون کړی وو.
د ناستې پرمهال د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي د سرسبزۍ په برخه کې د غزني پوهنتون اړتیاوې او ضرورتونه له مسؤلینو سره شریک کړل؛ او د اړوندو ریاستونو له مسؤلینو څخه وغوښتل، تر څو د غزني پوهنتون په کچه د نیالګیو کېنولو پروګرام کې هر اړخیزه همکاري وکړي او د شنو ساحو د پراختیا په برخه کې خپل مسؤلیتونه په جدي توګه ترسره کړي.
 نوموړي په خپله وینا کې وویل د نیالګیو کېنول نه یوازې د سالم چاپېریال ساتنې لپاره مهم دی، بلکې د سالم تعلیمي چاپېریال په رامنځته کولو کې هم اغېزمن رول لري. 
په ورته مهال د یادې کمېټې مسؤلینو له پوهنتون سره د چاپېریال د ښکلا او سرسبزۍ په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ او د ناستې په ترڅ کې يې پریکړه وکړه چې د نیال اېښودنې ملي کمپاین به لومړی په غزني پوهنتون کې پیل شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه:سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ١٤ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ١٢ مه
۲۰۲۶م، مارچ ٣ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS