غزني پوهنتون کې د مالي او تدارکاتي کمېټې ناسته ترسره او د راتلونکې ۱۴۰۵ مالي کال د نیازمندۍ د ترتیب ترڅنګ په یو لړ مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

gu_user1
Sat, Feb 21 2026 12:35 PM
hu

غزني پوهنتون کې د مالي او تدارکاتي کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي په مشرۍ د پوهنځیو د رئیسانو، مالي او تدارکاتي مسؤلینو او اړوندو غړو په ګډون ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې شیخ صاحب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په چارو کې د مشورې کولو په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د پوهنتون مالي او تدارکاتي چارې باید د اصولو او د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونو له مخې ترسره شي، څو د خدمتونو کیفیت لا لوړ، د بېځایه  مصارفو مخنیوی او د پوهنتون پرمختیایي موخې په بریالیتوب سره تر لاسه شي.
په ننۍ ناسته کې د اجنډا سره سم د راتلونکې ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د پوهنتون د اړتیاوو ارزونه، د بودجې د تنظیم او لومړیتوبونو ټاکلو په ګډون، د پوهنتون د عایداتي سرچینو په زیاتوالي او یو شمېر مهمو او متفرقه موضوعاتو مفصل بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۴ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۲ مه
۲۰۲۶م، فبروري ۲۱ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS