غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره او په یولړ مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

gu_user1
Tue, Feb 17 2026 2:08 PM
cr

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته د پوهنتون د علمي چارو د لا پرمختګ، د درسي پروګرامونو د همغږۍ په موخه ترسره شوه.
د ناستې پیل د قرآن پاک په مبارکو آیتونو سره وشو.
وروسته د تیري ناستې پریکړو ته د اطمینان د حاصلېدو په موخه لنډه کتنه وشوه.
او همدراز د نوي اجنډا مطابق د محصلانو چارو مرستیال د ۱۴۰۴هـ ش کال د HEMIS سیستم او د فارغانو د فراغت جدولونو راپور وړاندې کړ او ترڅنګ يې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس د یاد پوهنځي د تېر سمیستر راپور وړاندې کړ او همدرانګه د پوهنتون د سرسبزه کولو او شنو ساحو د پراخولو لپاره د يوې فني کمېټې ایجاد او د پوهنځیو د تحصیلي نصاب او د تضمین کیفیت آمریت د آمر له لورې د ۱۴۰۳هـ ش کال د څانګو د دوره یې بیا کتنې راپور د تائیدي ترڅنګ په یو شمېر نورو مهمو او متفرقه موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.
ناسته په دعایې ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د شعبان ۲۹ مه
۱۴۰۴هـ.ش، د دلوې ۲۸ مه
۲۰۲۶م، د فبروري ۱۷ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS