غزني پوهنتون کې د علماء کرامو د ثانويه او مافوق ثانويه درجو د تثبیت سویې ازموینې لپاره د بایومټریک ثبت او د کارتونو د وېش پروسه په منظم او ټاکلي وخت پیل شوه.

gu_user1
Thu, Feb 12 2026 10:46 AM
ni

غزني پوهنتون کې د ازموینو ملي ادارې او د یاد پوهنتون د مسؤلینو په همغږۍ د علماء کرامو د ثانويه او مافوق ثانويه درجو د تثبیت سویې ازموینې لپاره د ګډونوالو د بایومټریک ثبت او د ازموینې کارتونو د وېش پروسه په منظم او ټاکل شوي وخت پیل شوه.
په دغه پروسه کې شاو او خوا ۴۴۴ تنه علماء کرامو نوملیکنه کړې وه چې نن ورځ یې د ازموینو ملي ادارې څخه د راغلي تخنیکي ټیم او د غزني پوهنتون د مسؤلینو په همغږۍ د دغې پروسې د بایومټریک ثبت او د کارتو وېش ترسره کیږي.
د یادونې وړ ده چې د بایومټریک د ثبت او کارتونو د وېش پروسې وروسته به یاده ازموینه د ۱۴۰۴هـ ش کال د دلوې یا سلواغې میاشتې په ۲۴ مه نېټه د جمعې په ورځ ترسره شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: پنج شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د شعبان ۲۴ مه
۱۴۰۴هـ.ش، د دلوې ۲۳ مه
۲۰۲۶م، د فبروري ۱۲ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS