غزني پوهنتون ته د لغمان پوهنتون استادانو او محصلینو د پیل کړي دری ورځني علمي سفر په ترڅ کې د یاد پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه د لیدني ترڅنګ؛ د غزني ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست، تاریخي ځایونو او آبداتو څخه لیدنه وکړه.

gu_user1
Wed, Dec 11 2024 2:28 PM
as

نېټې او ورځ: چهارشنبه

هجري قمري: ۹ جمادی‌الاول ۱۴۴۶

هجري شمسي: ۲۱ قوس ۱۴۰۳

میلادي: ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴

غزني پوهنتون ته د لغمان پوهنتون استادانو او محصلینو د پیل کړي درې ورځني علمي سفر په ترڅ کې د یاد پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه د لیدني تر څنګ؛ د غزني ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست، تاریخي ځایونو او تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه.

د دغه علمي سفر چې مشري يې، پوهمنل استاد عمران الله خنجر کوله، غزني پوهنتون ته د راتګ پرمهال یې د دغه پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مولوی عبدالواسع منصور له لوري ورته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ هغوی ته د آرامتیا لپاره ځانګړي ترتیبات نیولي وو.

وروسته د لغمان پوهنتون استادانو او محصلینو د سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون مختلف ځایونه او پوهنځۍله نیږدې وکتلې او ترڅنګ یې د غزني ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست له موزیم، مختلفو برخو او د یاد ولایت له تاریخي سیمو او آبداتو د لیدنې په ترڅ کې، د ابوریحان البیروني مقبره، تاریخي زندان، بالاحصار او سلطان محمود غزنوي له تاریخي منارونو څخه هم لیدنه وکړه.

یاد سفر د علمي او تاریخي معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي او د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د اړیکو د لا غښتلتیا لپاره ګټور تمام شو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS