د غزني پوهنتون محصلینو ته د افغانستان اسلامي بانک له لوري د اسلامي بانکوالي د خدماتو او محصولاتو د پیژندني تر عنوان لاندي یو ورځنی سیمینار وړاندي شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۰:۳۵
gh

دوشنبه : ۹/جمادی الاول/۱۴۴۶ه.ق

۲۱/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۱۱/نوامبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د غزني پوهنتون محصلینو ته د افغانستان اسلامي بانک له لوري د اسلامي بانکوالۍ د خدماتو او محصولاتو د پېژندني تر سرلیک لاندي يو ورځنی سیمینار وړاندي شو. دغه سیمینار چې د یاد پوهنتون د غونډو په تالار کې دائر شوي وو پکي د پوهنتون د رهبري استازو ترڅنګ، استادانو، د اسلامي بانک څخه راغلي پلاوي او محصلینو شتون درلود.

چې پیل یې له اجنډا سره سم د کلام الله په مبارکو آیاتونو سره وشو ورپسې د محصلانو چارو مرستیال انجنیر محمد عثمان منیب د اسلامي بانک څخه راغلي پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د دوی له رهبري مننه وکړه چې دیته ورته سیمینارونه ترسره کوي وروسته یې د دغه سمینار په ارزښت او اهمیت خبري وکړې او ویې ویل چې اسلامی بانکوالي او اسلامي اقتصاد یو له مهمو او ضروري موضوعاتو څخه ده چې موږ او تاسو یې باید په اړه پوره او جامع معلومات حاصل کړو.

وروسته د افغانستان اسلامي بانک شرعي مشاور ښاغلي محیب الله شریف د اسلامي بانکوالۍ په تاریخچه معلومات وړاندي کړل او زیاته یې کړه چې

اسلامي بانکدارۍ د رسول اکرم (ص) له زمانې څخه را شروع او تر نن عصري کېدو پوري یې دری پړاوونه طي کړي او ویې ویل چې په افغانستان کې د اسلامي بانک په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په فعالیت پیل وکړ او همدارنګه یې د اسلامي بانک د ایجاد په دلایلو خبري وکړې.

ورپسې د دغه بانک شرعي امورو آمر ښاغلي محمد ادریس حماد د افغانستان اسلامي بانک په خدمتونو او د یاد بانک د محصولاتو په اړه او همدارنګه له نورو بانکونو سره په توپیر خبري وکړې هغه وویل چې اسلامی بانک د شرعي عقودو له مخي خپلي چاري مخته وړي او د اسلامی بانکوالي په اصولو او د شرعي عقودو په ترسره کولو خپلو مشتریانو ته خدمات وړاندي کوي او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي بانک دوه برخي لری د خلکو د دارائې جمع کول او دوهمه برخه کې یې خلکو ته بیرته خدمات وړاندي کوي او همدارنګه اسلامي بانک د شریعي عقودو، مرابحې، اجارې، مشارکې او د پیسو په لېږد رالیږد او د اسلامی بانک په چوکاټ کې د آنلاین بانکوالۍ اړوند یې وړاندي کړل.

د سیمینار په پای کې استادانو او محصلینو د موضوع اړوند پوښتني وکړې چې د دوی پوښتنو ته د ځوابونو په ویلو سره ننی سیمینار پای ته ورسیدل.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۲:۱۱
Background image

د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د چارو ادارې اړوند د ملکي خدمتونو انستیتیوت کې د رهبري، پراختیا او تصمیم نیونې تر سرلیک لاندې جوړ شوی ۱۰ ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسول.

سه شنبه : ۱۰/جمادی الاول/۱۴۴۶ه.ق

۲۲/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۱۲/نوامبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د چارو ادارې اړوند د ملکي خدمتونو انستیتیوت کې د رهبري، پراختیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۲:۶
Background image

د غزني پوهنتون د علمي څېړنو او تحقیقاتو معاونیت له لوري استادانو ته د خلاقیت او نوښت تر عنوان لاندي يو ورځنی علمي سیمینار دائر شو.

سه شنبه : ۱۰/جمادی الاول/۱۴۴۶ه.ق

۲۲/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۱۲/نوامبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د علمي څېړنو او تحقیقاتو معاونیت له لوري د یاد پوهنتون استادانو ته د خلاقیت او نوښت تر عنوان لاندي یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۰:۴۱
Background image

د غزني پوهنتون د نصاب د کمېټې ناسته ترسره او په یو لړ مهمو موضوعاتو پکي بحث او خبري اتري وشوې.

دوشنبه : ۹/جمادی الاول/۱۴۴۶ه.ق

۲۱/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۱۱/نوامبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د نصاب کمېټې ناسته ترسره او په یو شمېر موضوعاتو پکي بحث او خبري اتري وشوې دغه ناسته چې د تحقیقاتو. . .

BACK TO NEWS