غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې اداري ناسته ترسره شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۰:۵
hu

غزني پوهنتون کې د مالې او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي په مشرۍ؛ د ادارې نظم، د کارونو په ټاکلي وخت ترسراوي په موخه اداري ناسته ترسره شوه. په دغه ناسته کې د یاد معاونیت اړوند ټولو کرکوونکو ګډون کړی وو.
چې پیل یې د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
وروسته شیخ صاحب له ټولو کارکوونکو د خپلو کارونو پر خپل وخت ترسره کولو غوښتنه کړه دارنګه یې د تېري اونۍ د ناستي پریکړو  ته د کتنې ترڅنګ د ورسپارل شویو کارونو د ترسراوي پوښتنه یې وکړه؛ او په ننۍ ناسته کې بیاهم هر کارکوونکي ته په خپله برخه کې دندې ورکړل شوې څو یې په روانې اونۍ کې یې ترسره او کاري راپورونه یې په راتونکې ناسته کې له دغه معاونیت سره شریک کړي.

د یادونې وړده چې د مالي او اداري چارو معاونیت د کارونو د ښې همغږۍ او پر وخت ترسراوي په موخه هره اونۍ اداري ناسته ترسره کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
شنبه ، ۱ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS