د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د څلورم ټولګي محصلینو د خپلو عملي زده کړو او مسلکي پوهې د لوړاوي په موخه د غزني ولایت تاریخي ځایونو ته علمي سیر ترسره کړ.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۴:۳۶
mp

ورځ: یکشنبه
۱۳/ذالقعده/ ۱۴۴۶ه ق
۲۱/ ثور / ۱۴۰۳ هـ ش
۱۱/ می / ۲۰۲۵ ميلادي  

د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د څلورم ټولګي محصلینو د خپلو عملي زده کړو او مسلکي پوهې د لوړاوي په موخه د دغه ولایت تاریخي ځایونو او تاریخي ابداتو څخه د لیدنې په موخه علمي سیر ترسره کړ.
دغه علمي سفر چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنمل نقیب الله خانې خېل یې مشري کوله پکي د محصلانو چارو مرستیال انجنیر محمد عثمان منیب، د انسجام مدیر محمد رووف آرین، د نشراتو او عامه اړیکو مدیر سمیع الله ساحل او د یاد پوهنځي اجرائیه مدیر اسدالله مدثر او محصلانو ګډون درلود؛ چې د یاد ولایت له مختلفو تاریخي ځایونو څخه یې لیدنه ترسره کړه. 
د دغو ځایونو د لیدنې پرمهال د غزني ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست د فرهنګ مدیر حاجي اغامحمد خوشه زاده د دغو ځایونو تاریخي مخینه او هر اړخیز معلومات له محصلینو سره شریک او د هر تاریخي ځای اړوند مکمل معلومات یې له محصلینو سره شریک کړل.
باید وویل شي چې په دغه علمي سیر کې د ( ۳۰ )  تنه محصلینو په شاو او خوا کې ګډون کړی وو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS