د غزني پوهنتون د برېښنایي زده‌ کړو او وېب‌ پاڼې د نوي کولو کمیټې ناسته تر سره؛ او د وېبسایټ د غني کولو او محصلینو ته د برېښنایې زده کړو په زیاتوالي بحث او لازمي پریکړي وشوې.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۱:۴۹
as

قمري نېټه: شوال ١٩، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: وري ٢٨، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اپرېل ١٧، ۲۰۲۵

د غزني پوهنتون د برېښنایي زده‌ کړو او وېب‌ پاڼې د نوي کولو کمېټې ناسته دټولو غړو په شتون کې تر سره کړه.
چې پیل یې د قران کریم په مبارکو آیتونو په تلاوت وشو.
ورپسې، د یاد پوهنتون علمي مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د الکترونیکي زده‌کړو پر اهمیت هر اړخیزه وینا وکړه.
هغه په خپلې وینا کې د برېښنایي زده‌ کړو ګټې، اړتیاوې، ننګونې او د عصري ټیکنالوژۍ په رڼا کې د دې زده ‌کړو رول ته اشاره وکړه. نوموړي ټینګار وکړ، چې برېښنایي زده‌ کړې نه یوازې د ښوونې او روزنې بهیر چټکوي، بلکې زده‌ کوونکو ته د انعطاف وړ، اقتصادي او نړیوالو معیارونو سره سمې زده‌ کړې هم برابروي.
ښاغلي حمزه دا هم وویل چې د وخت له غوښتنو سره سم باید تعلیمي ادارې د ټیکنالوژۍ په برخه کې لازم بدلونونه راولي، څو محصلین له نړیوالو پرمختګونو وروسته پاتې نه شي. نوموړي د الکترونیکي زده ‌کړو د بنسټیزو اسانتیاوو، لکه انټرنیټ ته اسانه لاس‌ رسی، پرمختللي ویب ‌سایټونه، او انلاین درسي موادو ته اړتیا یادونه وکړه.
همدارنګه، د برېښنایي زده‌ کړو او وېبسایټ د نوي کولو کمېټې لپاره غړي معرفي شول. هر غړی ته ځانګړې دنده وسپارل شوه، څو کارونه په ښه ډول ترسره شي.
او د کمیټې یو ابتدایي کاري پلان جوړ، چې پکې د ویبسایټ ارزونه، او د نوو معلوماتو ور اضافه کول، او د غزني پوهنتون د وېبسایټ غني او په نړیوالو معیارونو یې برابرول، او د محصلینو لپاره د برېښنایې زدکړو په برخه کې روزنیز پروګرامونه شامل وو.
په پای کې، پر ځینو متفرقه موضوعاتو هم بحث وشو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS