غزني پوهنتون کې د مسلکي پرمختګ آمریت له لوري د یاد پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د پلان اصولو اړوند یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۱:۳۶
bn

قمري: ١٧ رمضان المبارک ۱۴۴۶

لمریز: ٢٧ کب (حوت) ۱۴۰۳

میلادي: ١٧ مارچ ۲۰۲۵

غزني پوهنتون کې د مسلکي پرمختګ آمریت له لوري، د یاد پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د پلان اصول او د پلان ډولونه اړوند یو ورځنی سیمینار د یاد پوهتنون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل احسان الله سعید له لوري وړاندې شو.

سیمینار ته د پوهنتون د بیلابیلو پوهنځیو استادانو، اداري کارکوونکو او د مسلکي پرمختګ آمریت اړوندو مسئولینو ګډون کړی و.

چې پکې د پلان جوړونې اساسي اصول، د لنډ مهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پلانونو توپیرونه، د مؤثر پلان جوړونې ګامونه، د پلان عملي کولو مهم عناصر، او د بریالي مدیریت لپاره د پلان ارزښت ته اساسي پاملرنه وشوه.

د یاد سیمینار موخه دا وه، چې د پوهنتون استادان او اداري کارکوونکي د پلان جوړونې پر اصولو، د هغې پر عملي تطبیق او د مؤثرې ادارې پر اړتیاوو ښه وپوهېږي، ترڅو وکولی شي د خپلو مسوولیتونو په ښه ترسره کولو کې د پلان جوړونې له مفاهیمو څخه مؤثره استفاده وکړي.

ناسته د دعا په ویلو پای ته ورسېدله.

د نشراتو او عامه اړېکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS