غزني پوهنتون کې د مسلکي پرمختګ کمېټې کلنۍ ناسته ترسره شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۵۰
vb

قمري:  ١٦ رمضان المبارک ۱۴۴۶ 
لمریز:  ٢٦ کب (حوت) ۱۴۰۳ 
میلادي:  ١٦ مارچ ۲۰۲۵

د غزني پوهنتون د مسلکي پرمختګ کمېټې کلنۍ ناسته د علمي چارو مرستیال، محترم مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ ترسره شوه، چې د یادي کمېټې  ټولو غړو پکې ګډون درلود.
ناسته د کلام الله له مبارکو آیتونو څخه د تلاوت په ویاړ پیل شوه. ورپسې د علمي چارو مرستیال، ښاغلي  حمزه، د ناستې درنو ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه.
نوموړي د مسلکي پرمختګ آمریت د کړنو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د هغوی د هڅو قدرداني یې وکړ.
ورپسې د یاد آمریت آمر احمد رضا صالحي په روان کال کې د ترسره شویو برنامو تفصیل وړاندې کړ. همداراز، هغه برنامې چې د تطبیق لپاره پلان شوې وې، خو نه وې ترسره شوې، وڅېړل شوې، او پرېکړه وشوه چې په راتلونکي کال کې به پلي شي.
تر څنګ، په یو شمېر متفرقه موضوعاتو هم بحث وشو او د اړوندو مسایلو په اړه نظرونه تبادله شول. 
ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS