غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تطبیق په موخه ناسته وشوه.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۹:۴۹
fg

ورځ: دوشنبه
۳/رمضان المبارک/ ۱۴۴۶ه ق
۱۳/ کب / ۱۴۰۳ هـ ش
۳/ مارچ / ۲۰۲۵ ميلادي  

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تطبیق لپاره مهمه ناسته ترسره شوه. یاده ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس، الحاج مولوي عبدالواسع منصور، په مشرۍ جوړه شوي وه، چې پکې د مالي او اداري چارو مرستیال، د دعوت او ارشاد آمریت آمر، ګډون درلود.

د ناستې موخه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق څرنګوالي ته توجه کول او د هغه اړوند ستونزې او حللارې څېړل وو. د پوهنتون رئیس پرېګړه وکړه، چې یاد قانون څلور فصلونه لري، باید هر فصل یې د یوې ربعې په جریان کې د پوهنتون ټولو کارکوونکو ته سم تشریح او ور وپېژندل شي.
ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیدله.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS