د غزني پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د تصمیم نیونې تر عنوان لاندې علمي او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۴:۱۳
ah

ورځ: سه شنبه

شعبان المعظم ۱۲ مه، ۱۴۴۶ هـ.ق

سلواغې ۲۳ مه، ۱۴۰۳ هـ.ش

فبروري ۱۱ مه، ۲۰۲۵ م.

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د یاد پوهنتون د علمي چارو معاونیت له لوري استادانو او اداري کارکوونکو ته د رهبري د ودې، پراختیا مهارتونه تر سرلیک لاندې پنځه ورځني پیل شوي علمي او معلوماتي سیمینار په دوام د تصمیم نیونې اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې شول .

د سیمینار پیل د قرآن عظیم الشآن په څو مبارکو آیتونو سره وشو.

ورپسې د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د سیمینار ګډونوالو ته د تېرو درسونو اړوند لنډ او هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. هغه د رهبري د ودې او پراختیا پر اهمیت، د ادارې جوړښت، او د پیاوړې ادارې د بنسټیزو اصولو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

ښاغلي حمزه د چمتو شوي پریزینټېشن په مرسته د قرآني آیتونو او احادیثو په رڼا کې د تصمیم نیونې موضوع ته پراخ وضاحت ورکړ. نوموړي لاندې مهم ټکي تشریح کړل:

د تصمیم نیونې تعریف او اهمیت

د تصمیم نیونې اصول او اساسي چارچوب

د تصمیم نیونې بیلابیل اقسام

او د تصمیم نیونې اړوند پوره معلومات وړاندې کړل. او د سیمینار په پای کې د ګډونوالو ته پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

BACK TO NEWS