غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته د یاد پوهنځي تائید شوي ستراتیژیک پلان د لاښه پوهاوی په موخه علمي او معلوماتي سیمینار وړاندي شو.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۳:۴
ax

۱۴۴۶هـ ق د شعبان المعظم ٢مه

۱۴۰۳هـ ش د سلواغې ١٣ مه

۲۰۲۵م د فبروری ١ مه

نن ورځ د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته د یاد پوهنځي تائید شوی ستراتیژیک پلان د پېژندنې او لا ښه پوهاوي په موخه علمي او معلوماني سیمینار وړاندې شو. یاده علمي ناسته چې د پوهنځي په ریاست کې جوړه شوې وه، پیل یې د قران عظیم الشآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.

ورپسې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس، ښاغلي پوهنمل عزت الله سهاند، د ستراتیژیک پلان په جوړښت، اړوندو جزئیاتو او ستراتیژیک پلان د ښه تطبیق او د پوهنځي د علمي چارو د لا منظموالي او ټاکلو موخو ته پر خپل وخت د رسېدنې په اړه خبرې وکړې. او د پوهنځي د ستراتیژیک پلان د تشریح په برخه کې یې د پلان مهم ټکي روښانه کړل او د پوهنځي د راتلونکو موخو، علمي پرمختګ، او اکاډمیکو فعالیتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات ورکړل.

په ناسته کې د پوهنځي استادانو او کارکوونکو د ستراتیژیک پلان د تطبیق پر څرنګوالي، علمي پرمختګونو، او شته ننګونو خبرې وکړې. ګډونوالو د یاد پلان د لا ښه تطبیق لپاره خپلې نظریې او وړاندیزونه شریک کړل.

دغه سیمینار د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د علمي ودې او پرمختګ په لور یو مهم ګام بلل کېږي، چې هدف یې د پوهنځي علمي کچه لوړول او د کیفیت لا ښه ‌والی دی.

د نشراتو عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS