د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې درسونه پیل شول.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۹:۵۷
sd

نېټه او ورځ:
چهارشنبه، ۱۶ جمادی‌الثاني ۱۴۴۶ هـ ق
۲۸ قوس ۱۴۰۳ هـ ش
۱۸ دسمبر ۲۰۲۴ م
د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په نوښت د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې درسونو لړۍ په رسمي ډول پیل شوه. د دې علمي پروګرام پرانیسته د غزني پوهنتون د رئیس، الحاج مولوي عبدالواسع منصور، په مشرۍ د پوهنتون د ټولو مسؤلینو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
د پروګرام د پیل موخه د پوهنتون د مسؤولینو د دیني پوهې لوړول او هغوی ته د قرآن کریم د مفاهیمو دقیقه او ژوره تشریح وړاندې کول دي. د غونډې په پیل کې د پوهنتون رئیس، الحاج مولوي عبدالواسع منصور، ګډونوالو ته د دې پروګرام د اهمیت په اړه خبرې وکړې. هغه په خپله وینا کې وویل: د قرآن کریم زده کړه او د هغه پر اصولو عمل کول زموږ د ټولنې د اصلاح او پرمختګ لپاره کلیدي رول لري.
یاد درسونه به په اونۍ کې دوه ورځې، د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو، د ماسپښین له لمانځه وروسته ترسره کېږي.
د غونډې په پای کې د پوهنتون رئیس له ټولو مسؤلینو وغوښتل چې په منظم ډول په دې پروګرام کې ګډون وکړي او ترلاسه شوې دیني پوهه په خپلو ورځنیو چارو کې عملي کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS