د غزني پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د صدقةالفطر د پاتي برخي او امربالمعروف، نهی عن المنکر وزارت قانون اړوند معلومات ارائه شول.
ورځ او نېټې: دوشنبه
هجري قمري: ۱۴ جمادی الثاني ۱۴۴۶
هجري شمسي: ۲۶ قوس ۱۴۰۳
میلادي: ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴
نن ورځ د غزني پوهنتون د دعوت ارشاد آمریت له لوري اداري او خدماتي کارکوونکو ته د صدقةالفطر ( سرسایې) د درس پاتي برخي او ترڅنګ یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د قانون څلورمه، پنځمه او شپږمه مادې په مفصله توګه تشریح او په اړه یې هر اړخیز معلومات ګډون کوونکو ته ورکړل شول.
دغه درسونه د یو منظم مهالوېش له مخي د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي نقیب احمد منذر له لوري هره دوشنبه پرمخ وړل کیږي چې پرمهال یې د ګډونوالو پوښتنو ته په ترتیب سره ځوابونه وویل شول.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت