د فقه او قانون څانګې لنډه پیژندګلوی

د فقه او قانون څانګې لنډه پیژندګلوی

د غزنی پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون څانګه هغه معتبر ، علمی ، تدریسی، څیړنیز ، اداري او اکادمیک بنسټ دی چې په ۱۳۹۲ ل.ل کال د غزني  پوهنتون د رهبرۍ  په هڅو او وړاندیز او د لوړو زده کړو د مقام په منظورۍ سره ایجاد شوه. یاده څانګه اوس مهال د څانګې د آمر په ګډون شپږ کادري ماستر غړي لري چې ټول یې  د پوهنیار علمي رتبې لرونکي دي، لدې ډلې  یی  دوه تنه هر یو  پوهنیارمحمد نعیم "حکیمي" د مالیزیا هیواد  او پوهنیار ارسلاح  " ظفري" بیا   په  ترکیه  کې د دکتورا (P H D (  پروګرام کې  بوخت دی.

د شرعیاتو پوهنځي يادې څانګې  تر دې مهاله د الله تعالی په مرسته او د درنو استادانو  د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو او همکارۍ  په پایله کې څلور دوری محصلین ټولنی ته د چوپړ  په موخه فارغ کړي دي.

د فقه او قانون څانګې آمر: پوهنیار حمید الله ”عمری “ .

د اړیکې شمیره :__  0782473812 0705734028

ایمیل ادرس : Omari.hamid.2017@ gmail.com