غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي استادانو او محصلینو ته د «نوښت او ابتکار» تر سرلیک لاندې روزنیز او معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۱۵
ol

تېره ورځ په غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي استادانو او محصلینو ته د «نوښت او ابتکار» تر عنوان لاندې روزنیز او معلوماتي سمینار ترسره شو.

دغه سمینار چې د یاد پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی احمد رضا صالحې له لوري وړاندې شو پرمهال یې استادانو او محصلینو ته د نوښت او ابتکار پر ارزښت، د نوښتګر فکر پر رامنځته کولو، د ستونزو لپاره د نوو او اغېزمنو حل‌لارو موندلو، د علمي او مسلکي پرمختګ په برخه کې د ابتکار پر رول او د محصلینو د وړتیاوو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه ګډونوالو ته د نوښتګرو نظریاتو د رامنځته کولو او په عملي چارو کې د هغو د پلي کولو لارې چارې تشریح شوې او د استادانو او محصلینو له لوري په دې برخه کې نظرونه او تجربې شریکې شوې.

د سمینار موخه د نوښتګر فکر پیاوړتیا، د استادانو او محصلینو د ابتکار وړتیا لوړول او د علمي او مسلکي چاپېریال د لا پرمختګ لپاره د نوو نظریاتو هڅول وو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

پنج شنبه

۱۴۴۸/۰۳/۲۰ هـ.ق

۱۴۰۵/۰۶/۱۲ هـ.ش

۲۰۲۶/۰۹/۰۳م

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۷
Background image

د کرنیزو کاروبارونو د طرحو جوړولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه په سل کرنیز کاروبارونه کتاب کې ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د غوره او عملي کرنیزو کاروباري طرحو د رامنځته کولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه د «سل کرنیز کاروبارونه» کتاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د ۲ میلیونه او ۴۶۸ زره افغانیو په ارزښت په غزني پوهنتون کې د ترمیم او رنګمالۍ چارې پیل شوې.

په دې پروژه کې د غزني پوهنتون د ټولو تدریسي او اداري ودانیو ترمیم، رنګمالي او د کرنې پوهنځي لپاره د سیپټیک څاه جوړول شامل دي، چې لګښت یې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

BACK TO NEWS