د اداري چارو د لا پیاوړتیا، ظرفیت لوړونې او اداري تجربو د تبادلې په موخه د غزني پوهنتون ۳۰ تنه اداري کارکوونکو پنځه ورځنی علمي سیر پیل کړ.
د غزني پوهنتون د اداري چارو د لا پیاوړتیا، د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او د بریالیو اداري تجربو د تبادلې په موخه، د یاد پوهنتون ۳۰ تنه اداري کارکوونکو بېلابېلو امارتي پوهنتونونو ته خپل پنځه ورځنی علمي سیر پیل کړ.
د دې علمي سفر په ترڅ کې به ګډونوال د کوربه پوهنتونونو له اداري جوړښت، کاري میکانیزمونو، عصري اداري کړنلارو او غوره تجربو څخه لیدنه او عملي زده کړه وکړي، ترڅو ترلاسه شوې تجربې د غزني پوهنتون د اداري چارو د لا اغېزمنتیا او پرمختګ لپاره وکارول شي.
د یاد علمي سفر د پیل پرمهال د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي وویل چې د دې پروګرام موخه د اداري کارکوونکو د پوهې او مهارتونو لوړول، د پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا او د اغېزمنو اداري خدمتونو وړاندې کول دي؛ او له کارکوونکو څخه یې د پوره نظم، همغږۍ غوښتنه یې وکړه.
ټاکل شوې ده چې ګډونوال به د پنځه ورځني علمي سیر له بشپړېدو وروسته خپلې زده کړې او تجربې له اړوندو ادارو او همکارانو سره شریکې کړي، ترڅو د پوهنتون په اداري بهیر کې ترې عملي ګټه واخیستل شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهار شنبه
۱۴۴۸/۰۱/۲۵ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۴/۲۰ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۷/۱۱م
