غزني پوهنتون کې د محصلینو ترمنځ د اسلامي ورورولۍ تر نامه لاندې اونۍ وړاندې پیل شوي د والیبال سیالۍ د ښوونې او روزنې پوهنځي په بریا پای ته ورسېدې.

gu_user1
Tue, Nov 18 2025 2:19 PM
cv

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو ترمنځ د اسلامي ورورولۍ تر نامه لاندې یوه اوونۍ مخکي په لاره اچول شوې، د والیبال سیالۍ نن ورځ د ښوونې او روزنې پوهنځي په ګټه پای ته ورسېدې.
یاده سیالۍ چې د محصلینو د بدني پیاوړتیا، سالمو تفریحي فعالیتونو، د همکارۍ او ورورګلوۍ د روحيې د پیاوړتیا په موخه جوړې شوې وه، د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو ټیمونو پکې ګډون کړی و. ټیمونو د خپلې انرژۍ، ځوانۍ او ورزشي استعداد ښودلو لپاره په خورا میړانه سیالۍ ترسره کړې.
د پایلوبې لوبه د ښوونې او روزنې پوهنځي او ژبو او ادبیاتو پوهنځي ترمنځ وه؛ چې د ښوونې او روزنې پوهنځي لوبډلې په ځېرکتیا، همغږي او تخنیکي لوبې سره بریا خپله کړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.
د یادي لوبي د اختتامیه مراسمو پر مهال د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د ورزش په اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ورزش د بدن د قوت او صحت په برخه کې رغنده رول لري؛ دارنګه یې د دواړو ټیمونو هڅې وستایلې او د هغوی ورزشي اخلاق او د ورورولۍ روحيه یې د ستاینې وړ وبلله. او ټینګار یې وکړ چې د دې ډول ورزشي پروګرامونو دوام به نه یوازې د ځوانانو وړتیاوې راسپړي بلکې د پوهنتوني چاپېریال مثبتې اړیکې او سالم ذهنیتونه هم پیاوړي کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه ، ۲۷ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS