غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو عمومي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه.

قمري نېټه: صفرالمظفر، ٢٩، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ١ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ٢٣ ، ۲۰۲۵م
غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو عمومي کمېټې نوبتي ناسته د دغي کمېټې د ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه. ناسته د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه.
په دغه ناسته کې د اجنډا مطابق په ځینې موضوعاتو بحث وشو، لکه: د استادانو د علمي رتبو اخیستلو لپاره د کنفرانسونو وړاندې کول، د راتلونکي لپاره د څېړنو د کیفیت لوړولو اړوند او ترڅنګ یې د راتلونکې ملی کنفرانس د کمېټو د ابتدایې کړنو شروع کېدو اړوند معلومات وړاندې شول.
ګډونوالو خپلې نظریې وړاندې کړې او پرېکړه وشوه چې د څېړنو پروسې لا منظمې شي او د علمي مقالو د خپرونې لپاره ځانګړی میکانیزم رامنځته شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت