غزني پوهنتون کې مسؤلینو،استادانو او اداري کارکوونکو ته د تضمین کیفیت د یوولس ګونو معیارونو د تشریح په موخه درې ورځنې معلوماتي سمینار دائر شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۴:۲۳
df

قمري نېټه: صفرالمظفر، ٢٣، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ٢٦ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ١٧ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت آمریت او استادانو د مسلکي انکشاف آمریت په ګډه همکارۍ مسؤلینو، استادانو، د غزني ولایت د خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو ته د تضمین کیفیت د یوولس ګونو معیارونو د تشریح او پوهاوي په موخه درې ورځنې معلوماتي سمینار پیل شو.
د سمینار پیل د قرآن پاک په مبارکو آیتونو سره وشو. 
وروسته د یاد آمریت آمر دوکتور دریاخان هڅاند ګډونوالو ته د تضمین کیفیت د معیارونو اړوند هر اړخیز علمي معلومات وړاندې کړل او دارنګه یې د تضمین کیفیت د معیارونو د تطبیق عملي لارې چارې او د پوهنتون د پرمختګ لپاره د هغوی د اهمیت په اړه مفصل معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل. په دغه سمینار کې د استادانو او کارکوونکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او ګټور نظریات شریک شول.
یاد سمینار د پوهنتون د علمي او اداري کیفیت په لوړولو کې یو مهم ګام ګڼل کېږي. تمه ده چې د یوولس ګونو معیارونو پلي کول به د پوهنتون په اعتبار، پرمختګ او د زده کړو په بهیر کې څرګندې لاسته راوړنې ولري.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

غزني پوهنتون کې اداری کارکوونکو ته د ادارې او مدیریت اړوند درې ورځنی ښوونیز سمینار دایر شو.

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۳۰، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۲ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ٢۴ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې اداری کارکوونکو ته د ادارې او مدیریت اړوند درې ورځنی ښوونیز او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۱۶
Background image

غزني پوهنتون کې اقتصاد پوهنځي د لومړي ټولګي محصلینو ته د ښه راغلاست غونډې په ترڅ کې د پوهنتون پیژندنې، تحصیلي نصاب او کریډیټ سیستم سره بلدتیا تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۳۰، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۲ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ٢۴ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي په نوښت، د لومړي ټولګي محصلینو ته د ښه راغلاست غونډې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۲۹
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو عمومي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه.

قمري نېټه: صفرالمظفر، ٢٩، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ١ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ٢٣ ، ۲۰۲۵م 

 غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو عمومي کمېټې نوبتي ناسته د دغي کمېټې د ټولو غړو په شتون. . .

BACK TO NEWS