د غزني پوهنتون د عمومي کتابخانې په چوکاټ کې د کمپیوټر ساینس پوهنځی د محصلینو له لوري آنلاین کتابخانه جوړه او نن ورځ یې د پرانیستي مراسم ترسره شول.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۳:۱۰
sh

دوشنبه : ۲۵/ربیع الثاني/۱۴۴۶ه.ق

۷/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۲۸/اکټوبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د عمومي کتابخانې په چوکاټ کې د دغه پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی د محصلینو له لوري انلاین کتابخانه جوړه او نن ورځ یې د پرانیستي مراسم ترسره شول. د آنلاین کتابخانې د پرانیستي مراسمو پرمهال د کتابخانې عمومي مدیر اسدالله منصور خوښي څرګنده کړه او دغه کړنه یې د پوهنتون یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې د دغه کتابتون په جوړېدو به محصلینو او استادانو ته ډیري اسانتیاوي رامنځته او ترڅنګ به یې محصلین وتوانیږي چې په کمه موده کې د کتابونو د مطالعې ترڅنګ به د ضرورت وړ کتابونه هم ډانلوډ کړي.

ورپسې د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس پوهنیار جاوید احمد نیازي د آنلاین کتابخانې د تخنیکي برخي اړوند معلومات وړاندي کړل او استادانو او د پوهنتون اداري کارکوونکو او محصلینو ته یې آنلاین کتابتون ته د داخیلېدو او د کتابونو په ډانلوډ او کتابتون ته د کتابونو په آپلوډ باندي په عملي بڼه معلومات وړاندي کړل.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې په بشپړ نظم او شفافیت سره پای ته ورسېدې.

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې، چې د پوهنتون د رهبرۍ، د پوهنځیو د استادانو او د ازموینو د کمېټو تر منظم نظارت لاندې ترسره کېدې، په بریالیتوب، بشپړ نظم او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري مسؤلینو له لوري د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د منظم ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د معاونیتونو د معاون صاحبانو او پوهځیو د رئیسانو په ګډون د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د ښه تنظیم، شفافیت او پر ټاکلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

BACK TO NEWS