غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته ترسره؛ او د طب، عامه ادارې اوپاليسي پوهنځیو ته د محصلینو پر جذب او یولړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

gu_user1
Wed, Feb 25 2026 12:55 PM
qp

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا فوق‌العاده ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د اړوندو برخو مسئولینو په ګډون ترسره شوه.
ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
 ورپسې عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست او د اجنډا په اړه يې معلومات ورسره شریک کړل او له ګډونوالو څخه يې د وخت په نظر کې نیولو غوښتنه وکړه.
وروسته د تېري ناستې پریکړو ته د اطمینان په موخه لنډه کتنه وشوه؛ او همداراز د نوې اجنډا سره سم د محصلینو د نوي بهاري سمیستر درسونو په پیل، د طب، عامه ادارې او پالیسي پوهنځیو ته په راتلونکې کال کې د محصلینو د جذب، او د یادو پوهنځیو فعاله کول، د پوهنتون او پوهنځیو په کتابتونونو کې د رد شویو کتابونو لپاره د کمېټې ټاکل او په مناسب ځاي کې د دغو کتابونو خوندي کولو، د علمي چارو معاونیت له لورې د ترتیب شوې علمي او تحقیقاتي لارښوود د تطبیق، د تحصیلي نصاب کمېټې د ستونزو د مخنیوي په  موخه د وړاندیزونو یاداوري، په پوهنتون کې د ساحې د سرسبزه کولو او نیالګیو کېنولو د طرحې تائیدي او د پوهنتون ټولو شعبو او دفترونو ته د ضرورت وړ توکو او اجناسو د وېش اړوند د نیازسنجي کمېټې ټاکلو ترڅنګ په یو شمېر مهمو او متفرقه موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.
ناسته په دعايې سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۸ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۶ مه
۲۰۲۶م، فبروري ۲۵ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS