غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت او باور ورکولو کمېټې ناسته ترسره شوه.
غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت او باور ورکولو کمېټې ناسته د یادې کمېټې د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه.
د ناستې پیل د قرآنکریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
وروسته د دغي کمېټې د تيري ناستې پریکړو ته لنډه کتنه وشوه؛ او همداراز د نوې ترتیب شوې اجنډا مطابق د تضمین کیفیت د نوي چوکاټ په رڼا کې د پوهنتون د ټولو ادارو د ارزونې په موخه د یو فني هیئت ټاکل او د خصوصي پوهنتونونو د ارزونې لپاره د هيئت ټاکل او د تېر ۱۴۰۳کلني نظارتي راپور د ترتیب لپاره د هیئت ټاکل او له وزارت سره د راپور شریکولو ترڅنګ په متفرقه مسائل هم بحث او خبري اتري وشوې او ننۍ ناسته په دعایې سره پای ته ورسېده.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د شعبان ۲۹ مه
۱۴۰۴هـ.ش، د دلوې ۲۸ مه
۲۰۲۶م، د فبروري ۱۷ مه
