د غزني ولایت مقام د ارزونې او څارنې کمېټې د شپږ کسیز هیئت له‌ لوري د غزني پوهنتون د اداري چارو څخه نظارت او ارزونه ترسره شوه.

gu_user1
Sun, Feb 08 2026 3:27 PM
nm

د غزني ولایت مقام د ارزونې او څارنې کمېټې شپږ کسیز هیئت چې مشري یې مولوي عبدالکبیر مستقیم کوله نن ورځ د غزني پوهنتون له اداري چارو څخه  نظارت او ارزونه ترسره کړه.
یاد هیئت د ولایت مقام د رهبرۍ د لارښوونې پر اساس ګومارل شوی و، څو د غزني پوهنتون د اداري او مالي چارو، د کارکوونکو د دندو د تطبیق، د اسنادو د شفافیت، او د اداري نظم د مراعت وضعیت له نږدې وڅېړي.
د ارزونې پر مهال، هیئت د عمومي ریاست په شمول د معاونیتونو او د پوهنځیو له ریاستونو څخه کتنې ترسره کړې، اړوند اسناد یې وڅېړل او د اداري چارو د ښه والي، شفافیت او خدمت رسونې د پیاوړتیا په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې.
په ورته مهال راغلي هیئت وویل: د دغې ارزونې موخه د اصلاحاتو راوستل، د شفافیت تأمین، او د ادارې د لا مؤثر فعالیت ډاډمنول دي، څو د پوهنتون اداري خدمات د کیفیت له پلوه لا ښه شي.
د غزني پوهنتون مسؤلینو د ولایت مقام لخوا د ترسره شوې ارزونې هرکلی وکړ او دا یې د ادارې د پرمختګ، حساب‌ورکونې او شفافیت په لور یو ګټور ګام وباله.

د یادونې وړ ده چې د غزني ولایت مقام د ارزونې او څارنې پروګرامونه په منظم ډول د ولایت په ټولو دولتي ادارو کې دوام لري، څو د قانون حاکمیت، د خدمتونو د کیفیت لوړوالی او د اداري فساد مخنیوی یقیني شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د شعبان ۲۰ مه
۱۴۰۴هـ.ش، د دلوې ۱۹ مه
۲۰۲۶م، د فبروري ۸ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS