د غزني پوهنتون عمومی رئیس د یاد پوهنتون له مرکزي کتابتون څخه ليدنه او ارزونه ترسره کړه.

gu_user1
Wed, Feb 04 2026 1:35 PM
gu

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د یاد پوهنتون له مرکزي کتابتون څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه او همدا راز یې د دغه کتابتون عمومي وضعیت، کاري بهیر او د محصلینو لپاره د برابرو شویو اسانتیاوو څخه څارنه وکړه.
د دغې ارزونې پر مهال، د کتابتون داخلي حالت، د محصلینو لپاره د مطالعې به برخه کې برابري شوې اسانتياوې، د کتابونو د تنظیم څرنګوالی او د مراجعینو لپاره د خدمتونو بهیر وکتل شو.
همدارنګه، د پوهنتون رئیس د کتابتون مسؤلینو ته یو شمېر سپارښتنې وکړې، څو د کتابونو د منظم ساتنې، د مطالعې د چاپېریال د ښه‌ والي او د محصلینو لپاره د خدماتو د لا پیاوړتیا په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.
یاده څارنه د غزني پوهنتون د رهبرۍ له لوري د علمي بنسټونو د پیاوړتیا او د تدریسي بهیر د ملاتړ په موخه ترسره شوه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د  شعبان المعظم (١٥)مه،  ۱۴۰۴ ه ش کال سلواغې  میاشتې له (١٤)

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS