د غزني پوهنتون علمي او څېړنیزې مجلې د غوره کړنو او باکیفیته څېړنو د خپرولو په پایله کې د دوهمې درجې علمي اعتبار لیک ترلاسه کړ.

gu_user1
Sun, Dec 21 2025 3:16 PM
vy

غزني پوهنتون علمي او څېړنیزې مجلې ته د لوړو زده کړو وزارت اړوند د څېړنې، تألیف او ترجمې ریاست له لوري د علمي معیارونو د پلي کولو، باکیفیته څېړنو د خپرولو او د اکاډمیکو اصولو د مراعتولو په برخه کې د خپلو پرله‌پسې هڅو او لاسته راوړنو له امله د ارزونې په وروستي بهیر کې د دوهمې درجې علمي اعتبار لیک ورکړل شو.
دا بریا د دې مجلې د مسؤلینو، علمي پلاوي، لیکوالانو او ارزونکو ګډو هلو ځلو پایله ده، چې د علمي څېړنو د پراختیا، د نوو علمي نظریاتو د ترویج او د څېړنیز چاپېریال د پیاوړتیا لپاره یې دوامدار کار کړی دی. د غزني پوهنتون علمي او څېړنیزې مجلې هڅه کړې چې د ملي او نړیوالو علمي معیارونو سره سم، کره، نوښتګرې او د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ویونکې څېړنې خپرې کړي.
په ورته مهال د پوهنتون مشرتابه هم د یادې لویې علمي لاسته راوړنې هرکلی وکړ؛ او دا یې د غزني پوهنتون د علمي اعتبار د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام وبلل. همدارنګه ټینګار وشو، چې په راتلونکي کې به د مجلې د کیفیت د لا لوړولو، د علمي رتبو د ښه کولو او د څېړنې د کچې د پراختیا لپاره به نورې هڅې هم ترسره شي.
غزني پوهنتون ژمن دی چې د علم، څېړنې او نوښت په برخه کې خپلې هڅې لا پراخې کړي او د هېواد د علمي پرمختګ لپاره اغېزمن رول ولوبوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 یکشنبه ، ۳۰ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۳۰ قوس۱۴۰۴ه ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS