د غزني پوهنتون کې د محصلینو د عامه پوهاوي کچې لوړولو په موخه د مخدره(نشه يي توکو) د زيانونو اړوند معلوماتي سمینار وړاندې شو.

gu_user1
Wed, Jun 25 2025 2:30 PM
mp

ورځ: چهار شنبه
۲۸ ذالحجه ۱۴۴۶ هـ.ق
۴ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جون ۲۰۲۵ م

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د چاپیریال ساتنې او نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې کمېټې په نوښت د مخدره(نشه يي توکو) د زيانونو اړوند سمینار وړاندې شو.
دغه سمینار د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي نقيب احمد منذر او د کرنې پوهنځي استاد  پوهندوی احسان الله کامران له لوري وړاندې شو، چې پکې محصلینو ته د مخدره توکو د دنیوي، اخروي، فردي او روغتيايي تاوانونو اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې شول، او همدا راز یې محصلین د نشه‌يي توکو له ناوړه اغېزو، ټولنیزو، اقتصادي او رواني زیانونو څخه خبر کړل، او له محصلینو څخه یې غوښتنه وکړه تر څو په ټولنه کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې روحیه پیاوړې کړي او د ټولنې او نورو وګړو په اصلاح کې هم رغنده برخه واخلي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS