غزني پوهنتون کې د اداري چارو د اغېزمنتیا او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې، راپور لیکنې او کړنو ارزونې سمینار وړاندې شو.
غزني پوهنتون کې د اداري چارو د اغېزمنتیا، کاري بهیرونو د ښهوالي او د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه، اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې، راپور لیکنې او کړنو ارزونې تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار وړاندې شو.
د سمینار د پیل پرمهال د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي غلام صدیق دانش د قرآني آیت او حدیث شریف، په ذکر کولو سره د مسؤلیت اړوند خبري وکړې او زیاته یې چې هر کارکوونی باید معلوم هدف؛ او مشخصه اراده ولري ځکه دا د یوي ادارې لپاره لازم او ملزوم دي نو زموږ او تاسو اهداف باید مشخص، معلوم او ارادې مو محکمي وي تر څو مو ادارات په منظم ډول پرمختګ وکړې او له ټولو کارکوونکو څخه یې غوښتنه وکړه، چې باید د خپلو لوایحو او اصولو مطابق کړنې ترسره او ورته ژمن وواسي او همدارنګه د پخوانیو اتلانو او علماوو جوهر په ځان کې پیداکړئ او خپلو کارونو ته ښه متوجه شئ.
وروسته دغه سمینار چې د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنیار حسیب الله عمري وړاندې کړ پکې د پلان پېژندنې او اغېزمن پلان جوړونې، د معیاري او مسلکي راپورونو لیکنې، د کاري فعالیتونو د ارزونې او د اداري چارو د منظم مدیریت پر اهمیت یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، څو کارکوونکي وکولای شي خپلې ورځنۍ دندې په اغېزمن، منظم او مسلکي ډول ترسره کړي.
د یاد سمینار موخه د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا، د کاري کیفیت لوړول او د پوهنتون په اداري چارو کې د لا ډېر نظم، اغېزمنتیا او حسابورکونې رامنځته کول دي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۸/۰۵/۰۸ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۷/۲۸ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۰/۲۰م
