غزني پوهنتون ⁠کې محصلینو ته د تشبث، کاري فرصتونو ایجاد او اقتصادي پرمختګ تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي او مسلکي سمینار ترسره شو.

gu_user1
Tue, May 19 2026 3:08 PM
cv

غزني پوهنتون ⁠کې د علمې څېړنو او معاونیت په نوښت او د AELSO مؤسیسې له لوري محصلینو ته د “تشبث، کاري فرصتونو ایجاد او اقتصادي پرمختګ” تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي او مسلکي سمینار ترسره شو.
 په دغه سمنیار کې د غزني پوهنتون د رهبري، استادانو او محصلینو ترڅنګ د اقتصاد ریاست او خصوصي پوهنتونونو استازو ګډون کړی و.  
سمینار د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
 ورپسې عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د AELSO مؤسسې استازو او ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دغه علمي او اقتصادي سمینار پر اهمیت خبرې وکړې. او ویې ویل چې موږ او تاسو ټول باید د دغه اسلامي نظام او شته امنیت شکرانه ادا کړو او باید د افغانستان هر وګړی له ستونزو، احتیاجاتو څخه خلاص؛ او ضرورتونه یې ورته پوره کړو.او زیاته یې کړه چې د کاري فرصتونو په ایجاد سره د هیواد خپلواکې ساتل کیږي نو باید دغه برخي ته زیاته توجه وکړو څو مو خلک له احتیاجه خلاص شي.
دارنګه د AELSO مؤسیسې رئیس محمد حنیف فرزان د خپلې وینا پر مهال وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د تشبث، نوښت، کوچنیو کاروبارونو پراختیا او د ځوانانو اقتصادي پیاوړتیا د ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه شمېرل کېږي. او همداراز يې د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو رامنځته کولو، د ځوانانو د مهارتونو لوړولو، پانګونې، بازارموندنې او د تشبثي فکر د ودې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
وروسته د یادې مؤسیسې د برنامو مسؤل عبدالقهار بهیشتي او د غزني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهندوی احسان الله سعید د تشبث، کاري فرصتونو په ایجاد او بیکاري په له منځه وړلو او د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، د ځوانانو پر وړاندې د موجودو ننګونو او د حل عملي لارو چارو په تړاو چمتو کړي پریزینټېشونونه وړاندې کړ؛ او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.
همداراز ګډونوالو دغه سمینار ګټور وباله او ویې ویل چې دا ډول علمي او مسلکي پروګرامونه د ځوانانو د فکري ودې، اقتصادي ځان بسیاینې او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره اغېزناک رول لري. 
د سمینار په پای کې د علمي څېړنو او مجلې مرستیال پوهندوی دوکتور دریاخان هڅاند د AELSO مؤسیسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه او د سیمنار جمع بندي پرمهال يې، محصلین وهڅول چې باید نوښتونه او اختراعات وکړي څو له احتیاجي خلاص او پر خپل ځان بسیا شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه  
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالحجة الحرام ۲ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ۲۹ مه
۲۰۲۶م، مې ۱۹ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS