غزني پوهنتون کې د محصلینو د فکري ودې، نوښتګر فکر او خلاقیت د پیاوړتیا په موخه د ابتکار او نوښت تر سرلیک لاندې یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري له لوري د محصلینو د فکري ودې، نوښتګر فکر او خلاقیت د پیاوړتیا په موخه د «ابتکار او نوښت» تر عنوان لاندې معلوماتي سمینار ترسره شو.
یاد سمینار د اقتصاد پوهنځي استاد پوهندوی احسان الله سعید له لوري وړاندې شو؛ چې پرمهال یې د نوښت او ابتکار پر پېژندنه، ارزښت، د ځوانانو رول، د نوې ټکنالوژۍ اغېزې او د عملي نظریاتو د پلي کولو پر اړتیا یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
همداراز یې له ګډونوالو سره د بریالیو نوښتګرو تجربې شریکې کړې او محصلین یې وهڅول، څو د زده کړو ترڅنګ د نوو نظریاتو، څېړنو او ابتکاري فعالیتونو له لارې د ټولنې پرمختګ کې ونډه واخلي.
وروسته د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري هم د نوښت او ابتکار، په اړه هر اړخیزي خبري وکړې او محصلین یې وهڅول چې باید په هره برخه کې نوښتګر اووسي؛ او ډاډ یې ورکړ چې په هره برخه کې چې څه ته ضرورت ولري له یاد معاونیت سره یې شریک کړي ترڅو یې هغوی ورته پر وخت برابر کړي.
د یادونې وړ ده چې د محصلانو چارو معاونیت د محصلینو د ظرفیت لوړونې سمینارونو ترڅنګ، بېلابیل پروګرامونه پر لاره اچولي او دوام لري.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ٣٠ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ٢٧ مه
۲۰۲۶م، مې ١٧ مه
