غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د یوې غیر فارغ ورکوونکې څانګې د ایجاد ترڅنګ په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړې ترسره شوې.

gu_user1
Sun, Apr 19 2026 3:02 PM
dr

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته، د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او  ټولو غړو په ګډون ترسره شوه؛ چې پکې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ارواپوهنې غیر فارغ ورکوونکې څانګې د ایجاد ترڅنګ، په یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړي ترسره شوې.
د ناستې پیل د قرآن عظیم الشآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.
ورپسې عمومي رئیس د شورا او مشورې په اهمیت خبري وکړې او زیاته یې کړه چې خپل منځي ناستې او په کارونو کې مشورې د یوې ادارې د پیاوړتیا او پرمختګ سبب کیږي چې له دې سره ټول نظام پیاوړی او قوي کیږي.
وروسته د تیري علمي شورا پریکړو ته لنډه کتنه وشوه؛ او همداراز د نوي اجنډا مطابق، د پوهنتون د ریاست مقام د ۱۴۰۵هـ ش کال د کاري پلان د تائیدي ترڅنګ د معاونیتونو او پوهنځیو د عملیاتي، کاري او تطبیقي پلانونو تائیدي، د ځینو کمېټو د غړو د نوملړونو تائیدي او د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ارواپوهنې غیر فارغ ورکوونکې څانګې د ایجاد ترڅنګ په یوشمېر مهمو او متفرقه موضوعاتو بحث او لازمې پریکړي ترسره شوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ۲ مه 
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۳۰ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۱۹ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS