غزني پوهنتون کې د اداري کارکوونکو د تخنیکي مهارتونو د لوړاوي په موخه د ایکسیل پروګرام لس ورځنی روزنیز سمینار پیل شو.
د غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت د ګمارنې عمومي مدیریت له لوري د اداري کارکوونکو د تخنیکي مهارتونو د لوړاوي په موخه د ایکسیل پروګرام لس ورځنی روزنیز سمينار پیل شو.
دغه سمینار چې د معلوماتي ټکنالوژۍ د عمومي مدیر وحیدالله عمریار له خوا وړاندې کېږي، موخه یې د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول او د عصري اداري سیستمونو سره د هغوی بلدتیا زیاتول دي.
د سیمینار په لړ کې ګډونوالو ته د ایکسیل بنسټیز او پرمختللي مهارتونه، د معلوماتو تنظیم، تحلیل، راپور جوړونه او د اداري چارو د چټکتیا لپاره د دې پروګرام اغېزمن استعمال ورزده کېږي.
ګډونوالو هم د دې ډول روزنیزو پروګرامونو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې دا به د دوی په کاري بهیر کې مثبت بدلون رامنځته کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ۲۶ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ٢٤ مه
۲۰۲۶م، اپریل١٣مه
