غزني پوهنتون کې مسؤلینو ته د ۱۴۰۵ هـ ش کال د تطبیقي پلان د پراختیا په موخه د نظر غوښتنې او تشریح سمینار ترسره شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۴۹
gy

غزني پوهنتون کې د ستراتیژیک پلان کمېټې له لوري مسؤلینو ته د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د تطبیقي پلان د پراختیا، اغېزمنتیا او اصلاح په موخه، د نظر غوښتنې او تشریح سمینار ترسره شو.
د یاد سمینار موخه د پوهنتون د تطبیقي پلان تشریح او د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د تطبیقي پلان په اړه د مسؤلینو د نظرونو اخیستل او د عملي کېدو لپاره یې د روښانه تګلارې وړاندې کول وو.
د سمینار پیل د قرآنکریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
وروسته د ستراتیژیک پلان کمېټې مسؤل ښاغلي استاد پوهندوی محمد مسعود نېکنام د پوهنتون د ۱۴۰۵هـ ش  کال د تطبیقي پلان، اهداف، شاخصونه او لومړیتوبونه په تفصیل سره تشریح کړل. چې په دغه پلان کې د تدریس د کیفیت لوړول، د څېړنو پراختیا، د زیربناوو ښه کول او د محصلینو د خدماتو پیاوړتیا هغه مهم موارد وو چې پرې تمرکز شوی و.
د سمینار په اخیر کې د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه له ټولو اړوندو مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه چې د پوهنتون اهدافو ته د رسېدو په موخه باید هریو د خپلي برخې وړاندیزونه او غوښتنې له موږ سره شریکي کړي څو یې په یاد پلان کې ځای پر ځای کړو او پلان د تطبیق په موخه د پوهنتون مربوطو شعبو ته تکثیر کړو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوالمکرم ۱۹ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۷ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۶ مه

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته د لمانځه د اهمیت، اسرار او د نبوي سنتو د پیروۍ او اتباع په اړه دیني سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د استادانو او اداري کارکوونکو د دیني پوهاوي د لوړولو په موخه د «لمانځه اهمیت، اسرار او د رسول الله ﷺ د سنتو د اتباع او پیروۍ» تر سرلیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۳:۵۰
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت، دعوت او ارشاد رياست لارښوونې، هدايات او د محصلينو د ژمن ليک ټولي مادې د اغېزمن تطبيق په موخه په منظمه توګه تشريح شوې.

غزني پوهنتون کې د یو دری کسیز هیئت چې پکي عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر مولوي رحمت الله خلیل له لوري ګڼ شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د اداري چارو د لا پیاوړتیا، ظرفیت لوړونې او اداري تجربو د تبادلې په موخه د غزني پوهنتون ۳۰ تنه اداري کارکوونکو پنځه ورځنی علمي سیر پیل کړ.

د غزني پوهنتون د اداري چارو د لا پیاوړتیا، د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او د بریالیو اداري تجربو د تبادلې په موخه، د یاد پوهنتون ۳۰ تنه اداري کارکوونکو بېلابېلو امارتي پوهنتونونو ته. . .

BACK TO NEWS