غزني پوهنتون کې کرنې پوهنځي ته د نویو بریالي شوو محصلینو ته د ښه راغلاست غونډې په ترڅ کې د پوهنتون پیژندنې او کریډیټ سیستم سره د بلدتیا تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۲۴
be

قمري نېټه: ربیع الاول ،۱، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۳ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۲۵ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي له لوري، د لومړي ټولګي محصلینو ته د ښه راغلاست غونډې په ترڅ کې د پوهنتون پیژندنې او تحصیلي نصاب د وضاحت او له کریډیټ سیستم سره د بلدتیا په موخه یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
د سیمینار پیل د قرآن کریم د مبارک آیتونو په تلاوت سره وشو. 
ورپسې د یاد پوهنځي رئیس پوهنوال حبیب‌الله همایون په خپلو خبرو کې د پوهنځی د ارزښت او رسالت یادونه وکړه.
هغه وویل چې پوهنتون یوازې د علم او زده‌کړې ځای نه دی، بلکې د شخصیت جوړونې، د فکر روزنې او د ټولنې د راتلونکي لارښوونې مرکز دی.
ښاغلي همایون د بدو عادتونو په پرېښودو او د ښو عادتونو په خپلولو ټینګار وکړ. د ده په وینا، بد عادتونه د انسان ذهن او زړه تیاره کوي، خو ښه عادتونه د ژوند رڼا ده چې نه یوازې فرد ته، بلکې ټولنې ته هم هوساینه او پرمختګ راوړي. وروسته د دغه پوهنځی څو تنو استادانو د کرنې پوهنځی د پیژندنې اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. دارنګه یې د تحصیلي نصاب او کریډیټ سیستم، د مضمونونو اخیستلو، د ازموینو د څرنګوالي او د علمي کړنلارې په اړه محصلینو ته معلومات وړاندې کړل. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

در پوهنتون غزنی جلسهٔ مشورتی در مورد نظارت از کتابخانه و استفادهٔ مؤثر از منابع اطلاعاتی برگزار شد.

در این نشست که به ریاست رئیس عمومی پوهنتون، الحاج مولوی عبدالواسع منصور، و با حضور رؤسای پوهنځی‌ها و آمرین شعبات برگزار گردید، دربارهٔ نظارت از کتابخانه و بهره‌برداری مؤثر از منابع علمی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

در پوهنتون غزنی به منظور تسریع امور اداری و انجام مؤثر مسؤولیت‌های سپرده‌شده، نشست اداری برگزار شد.

در پوهنتون غزنی، به ریاست معاون امور مالی و اداری، شیخ‌الحدیث مولوی عبدالهادی ذوالهادی، نشست هماهنگی با کارمندان اداری به‌منظور سرعت‌بخشیدن به امور اداری، ایجاد هماهنگی و اجرای مؤثر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي استادانو ته د څېړنیزو ـ علمي مقالو د ډولونو او لیکنې تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي یو شمېر استادانو ته د څېړنیزو ـ علمي مقالو د ډولونو او  لیکنې تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار ترسره شو.
د سمینار پیل د قرآن کریم په مبارکو. . .

BACK TO NEWS