غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته د یاد پوهنځي تائید شوي ستراتیژیک پلان د لاښه پوهاوی په موخه علمي او معلوماتي سیمینار وړاندي شو.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۳:۴
ax

۱۴۴۶هـ ق د شعبان المعظم ٢مه

۱۴۰۳هـ ش د سلواغې ١٣ مه

۲۰۲۵م د فبروری ١ مه

نن ورځ د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته د یاد پوهنځي تائید شوی ستراتیژیک پلان د پېژندنې او لا ښه پوهاوي په موخه علمي او معلوماني سیمینار وړاندې شو. یاده علمي ناسته چې د پوهنځي په ریاست کې جوړه شوې وه، پیل یې د قران عظیم الشآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.

ورپسې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس، ښاغلي پوهنمل عزت الله سهاند، د ستراتیژیک پلان په جوړښت، اړوندو جزئیاتو او ستراتیژیک پلان د ښه تطبیق او د پوهنځي د علمي چارو د لا منظموالي او ټاکلو موخو ته پر خپل وخت د رسېدنې په اړه خبرې وکړې. او د پوهنځي د ستراتیژیک پلان د تشریح په برخه کې یې د پلان مهم ټکي روښانه کړل او د پوهنځي د راتلونکو موخو، علمي پرمختګ، او اکاډمیکو فعالیتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات ورکړل.

په ناسته کې د پوهنځي استادانو او کارکوونکو د ستراتیژیک پلان د تطبیق پر څرنګوالي، علمي پرمختګونو، او شته ننګونو خبرې وکړې. ګډونوالو د یاد پلان د لا ښه تطبیق لپاره خپلې نظریې او وړاندیزونه شریک کړل.

دغه سیمینار د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د علمي ودې او پرمختګ په لور یو مهم ګام بلل کېږي، چې هدف یې د پوهنځي علمي کچه لوړول او د کیفیت لا ښه ‌والی دی.

د نشراتو عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۵
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبرۍ شورا نوبتي ناسته ترسره شوه؛ او په پوهنتون کې د جدولونو او شنو ساحو جوړولو ترڅنګ په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړي وشوې.

غزني پوهنتون کې د رهبرۍ شورا نوبتي ناسته د یاد پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ ترسره شوه. چې پکې د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او اړوندو مسؤلینو ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۳۴
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنې پوهنځي د څېړنیز فارم جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي.

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د څېړنیز فارم جوړېدو چارې په چټک بهیر کې دوام لري او تمه ده چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادي پرمختیایي پروژې ټول لګښت ۱۰ میلیونه افغانۍ ښوودل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۱۷
Background image

غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو د مخنیوي اړوند ۱۷ ګڼه فرمان تدریس شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د ناسمو رواجونو د مخنیوي اړوند ۱۷ ګڼه فرمان تدریس شو.
دغه فرمان. . .

BACK TO NEWS