غزني پوهنتون ته د لغمان پوهنتون استادانو او محصلینو د پیل کړي دری ورځني علمي سفر په ترڅ کې د یاد پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه د لیدني ترڅنګ؛ د غزني ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست، تاریخي ځایونو او آبداتو څخه لیدنه وکړه.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۴:۲۸
as

نېټې او ورځ: چهارشنبه

هجري قمري: ۹ جمادی‌الاول ۱۴۴۶

هجري شمسي: ۲۱ قوس ۱۴۰۳

میلادي: ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴

غزني پوهنتون ته د لغمان پوهنتون استادانو او محصلینو د پیل کړي درې ورځني علمي سفر په ترڅ کې د یاد پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه د لیدني تر څنګ؛ د غزني ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست، تاریخي ځایونو او تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه.

د دغه علمي سفر چې مشري يې، پوهمنل استاد عمران الله خنجر کوله، غزني پوهنتون ته د راتګ پرمهال یې د دغه پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مولوی عبدالواسع منصور له لوري ورته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ هغوی ته د آرامتیا لپاره ځانګړي ترتیبات نیولي وو.

وروسته د لغمان پوهنتون استادانو او محصلینو د سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون مختلف ځایونه او پوهنځۍله نیږدې وکتلې او ترڅنګ یې د غزني ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست له موزیم، مختلفو برخو او د یاد ولایت له تاریخي سیمو او آبداتو د لیدنې په ترڅ کې، د ابوریحان البیروني مقبره، تاریخي زندان، بالاحصار او سلطان محمود غزنوي له تاریخي منارونو څخه هم لیدنه وکړه.

یاد سفر د علمي او تاریخي معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي او د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د اړیکو د لا غښتلتیا لپاره ګټور تمام شو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۳:۳۰
Background image

د غزني پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د صدقةالفطر د پاتي برخي او امربالمعروف، نهی عن المنکر وزارت قانون اړوند معلومات ارائه شول.

ورځ او نېټې: دوشنبه
هجري قمري: ۱۴ جمادی الثاني ۱۴۴۶
هجري شمسي: ۲۶ قوس ۱۴۰۳
میلادي: ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴

نن ورځ د غزني پوهنتون د دعوت ارشاد آمریت له لوري اداري او خدماتي کارکوونکو ته د صدقةالفطر. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د غزني پوهنتون عمومي رئیس او ورسره پلاوي د خزاني سیمیستر د وروستیو ازموینو له روان بهیر څخه لیدنه وکړه.

ورځ او نېټې: دوشنبه

هجري قمري: ۱۴ جمادی الثاني ۱۴۴۶

هجري شمسي: ۲۶ قوس ۱۴۰۳

میلادي: ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴

نن ورځ د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور او ورسره پلاوي؛ د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون د علمي څېړنو د آمریت لپاره پوهنیار میرویس منصور کاکړ د آمر په توګه معرفي او خپله دنده یې په رسمي ډول پیل کړه.

نېټې:

هجري قمري: ۱۴ جمادی الثاني ۱۴۴۶

هجري شمسي: ۲۶ قوس ۱۴۰۳

میلادي: ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴

تېره ورځ د غزني پوهنتون د علمي څېړنو د آمریت لپاره د یاد پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنځي د ریاضۍ. . .

BACK TO NEWS