غزني پوهنتون طب پوهنځي ته ښاغلی ډاکټر حبیب الله حبیب د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د نوي رئیس په توګه معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
غزني پوهنتون کې د یولړ ځانګړو او شاندارو مراسمو په ترڅ کې ښاغلی ډاکټر حبیب الله حبیب د دغه پوهنتون د طب پوهنځي د نوي رئیس په توګه معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
په یادو مراسمو کې د پوهنتون مسؤلینو، استادانو، اداري کارکوونکو، د غزني ولایت د عامي روغتیا ریاست رئیس او ورسره پلاوې او یو شمېر ډاکټر صاحبانو ګډون کړی و. د مراسمو د پیل پرمهال د غزني پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي ډاکټر صاحب حبیب ته د مبارکۍ ترڅنګ خوښي څرګنده کړه چې د طب پوهنځي د علمي، اداري او تحصیلي چارو د لا پیاوړتیا، د کیفیت لوړولو او د محصلینو د غوره علمي روزنې لپاره یې وړ، متشرع او مسلکي شخص انتخاب کړ. او ډاډ یې ورکړ چې د یاد پوهنځي د پرمختګ، منظموالي او ترقۍ په برخه کې یې تر شا ولاړ دي.
دارنګه د علمي چارو مرستیال هم د ډاکټر صاحب په علمیت، له مجاهدینو سره په طبي برخه کې پر همکاریو معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې څرګند کړ چې د پوهنتون متعهده رهبرۍ، استادان او ټول کارکوونکې به په ګډه د طب پوهنځي د فعاله کولو، ودې، پرمختګ او د قوي او ژمنو ډاکټرانو د روزنې لپاره به شپه او ورځ کار کوي څو یاد پوهنځی بې مثاله پوهنځی شي.
وروسته د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست رئیس هم خوښي څرګنده کړه او د لوړو زده کړو وزارت له محترم وزیر صاحب او د پوهنتون له رهبرۍ څخه یې مننه وکړه چې د طب پوهنځي لپاره یې متعهد، ژمن او مسلکي کس معرفي کړ.
په اخیر کې د طب پوهنځي نوي رئیس ډاکټر حبیب الله حبیب د وینا پر مهال له ټولو ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د طب پوهنځي علمي او اداري چارو د لا ښه والي، د محصلینو د تحصیلي ظرفیت لوړولو او د پوهنځي د پرمختګ لپاره به شپه او ورځ هڅي وکړي څو یاد پوهنځی په منظم ډول وده او ترقي وکړي.
د یادونې وړ ده چې دغه پوهنځی په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په ځانګړي شفقت د غزني پوهنتون په چوکاټ کې منظور او راتلونکی کال به د محصلینو جذب هم ولري.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه
۱۴۴۸/۰۳/۲۰ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۶/۱۲ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۰۳م
