غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د پسرلني سمیستر وروستۍ ازموینې د مسؤلینو په حضور کې، د ټاکل شوي مهالوېش له مخې په رسمي ډول پیل شوې.
غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د پسرلني سمیستر وروستۍ ازموینې د پوهنتون د رهبرۍ، پوهنځیو د مسؤلینو او د ازموینو د څار کمېټې په حضور کې، د ټاکل شوي مهالوېش له مخې په رسمي ډول پیل شوې.
د ازموینو د پیل او له دغه بهیر څخه د لیدنې پرمهال عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د ازموینو د شفاف، منظم او عادلانه ترسره کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او د ازموینو له ټولو مسؤلینو او محصلانو یې وغوښتل چې د نافذه لوایحو او اصولو په رعایت سره د ازموینو په ښه تنظیم او بریالي ترسره کېدو کې همکاري وکړي او همداراز یې له ټولو محصلینو په خاص ډول د څلورمو ټولګیو له محصلینو څخه یې د منکراتو د مخنیوي او د غوره کړنو د ترسره کولو غوښتنه یې وکړه؛ او ډاډ یې څرګند کړ چې د ازموینو ټول پړاوونه به د بشپړې روڼتیا، نظم او اکاډمیکو معیارونو په پام کې نیولو سره ترسره شي، ترڅو محصلان وکولای شي په مناسب او ارام چاپېریال کې خپلې ازموینې ترسره کړي.
د یادونې وړده چې د لوړو زده کړو وزارت د ترتیب شوي مهالوېش سره سم نن ورځ د هیواد د سړو سیمو په پوهنتونونو کې د پسرلني سمیستر وروستۍ ازموینې پیل شوې.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه
۱۴۴۷/۰۱/۱۳ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۴/۰۸ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۲۹م
