غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو ته د پایلو پر بنسټ ښوونې او روزنې یا محصل محوري روزنیز سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو ته د پایلو پر بنسټ ښوونې او روزنې؛ او محصلمحوري تر سرلیک لاندې روزنیز سمینار ترسره شو.
دغه سمینار چې د یاد پوهنځي له لوري محصلینو ته جوړ شوی و، موخه یې د عصري تدریسي میتودونو معرفي کول، د محصلانو فعاله ونډه پیاوړې کول او د زدهکړو کیفیت لوړول ؤ.
یاد سمینار د استاد پوهنمل نقیب الله خانې خېل له لوري وړاندې شو چې پرمهال یې د پایلو پر بنسټ د ښوونې او روزنې پر پېژندنه د محصل محوري پر ګټو او د محصلمحورې زدهکړې بېلابېل اصول، اغېزمن تدریسي میتودونه او د علمي چاپېریال د ښه والي لارو چارو یې اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې په دې سیستم کې د تدریس اساسي تمرکز د محصل پر مهارتونو، وړتیاوو او عملي لاستهراوړنو وي.
په ورته وخت کې د دغه پوهنځي مسؤلینو ټینګار وکړ چې هڅه کوي د معیاري لوړو زدهکړو، عصري تدریسي لارو چارو او علمي پرمختګ لپاره لا زیات فرصتونه او پروګرامونه برابر کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۷/۱۲/۲۳هـ.ق
۱۴۰۵/۰۳/۱۹هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۹م
