غزني پوهنتون کې مسؤلینو او استادانو ته د تحصیلي نصابونو د ارزونې، تدوین، بیاکتنې او پراختیا درې ورځنی علمي سمینار پیل شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۴۷
lp

د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي په مشرۍ د شرعي، مسلکي او علمي متخصصینو پلاوي، د نصاب د ارزولو په موخه غزني پوهنتون ته له سفر سره سم؛ د دغه پوهنتون د ټولو پوهنځیو اړوند برنامو، تحصیلي نصابونو تر ارزونې وروسته نن ورځ د یاد پوهنتون رهبرۍ او استادانو ته د کاربازار، د نننۍ ټولنې له اړتیاوو او غوښتنو، شرعي اصولو او د نظام له پالیسۍ سره سم د تحصیلي نصابونو نوي کولو اړوند درې ورځنی علمي او روزنیز  سمینار پیل کړ.
د سمینار د پیل پرمهال د غزني عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن وویل چې په پوهنتونونو او علمي ادارو کې نصاب یوه مهمه برخه ده که چیري دغي برخي ته توجه او پاملرنه ونشي دغه ادارې پرمختګ نشي کولای نو د محترم وزارت دغي برخي ته ډیر متوجه او غواړي چې د پوهنتونونو نصابونه د کاربازار، د ټولنې د غوښتنو، شرعي اصولو او د نظام د پالیسۍ سره سم ترتیب کړي.
وروسته د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي وویل، چې د تحصیلي نصابونو بیاکتنه او د وخت د غوښتنو مطابق جوړولو په اړه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه ټینګار لري او دا د افغانستان پرمختګ لپاره مهمه موضوع ده. هغه زیاته کړه، چې د نصابونو ارزول خورا اړینه چاره ده، ځکه چې د یو ملک ټولې مهمې برخې، لکه فکر او عقیده، سیاسي او اقتصادي قوت، صحت، کرنه، صنعت، د کانونو مسلکي استخراج او د یو نظام هراړخیز استحکام ورپورې تړلي دي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
شنبه
۱۴۴۸/۰۴/۱۳ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۷/۴ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۲۶م

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۲۷
Background image

غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د درېیمې مرحلې د ترلاسه کولو په موخه د پوهنځیو د ځاني ارزونې په برخه کې د کلني راپور پېژندنې او ترتیب اړوند معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د درېیمې مرحلې د ترلاسه کولو په موخه، د پوهنځیو رئیسانو او د څانګو آمرینو ته د ځان ارزونې د کلني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۴۸
Background image

غزني پوهنتون کې د کتاب لوستلو روحیې د ودې او مطالعې د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه د «پوهې څرک» تر عنوان لاندې د کتابونو یو ورځنی نندارتون ترسره شو.

د غزني پوهنتون او اطلاعات او کلتور ریاست په ګډه همکارۍ د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا، د علمي سرچینو د پېژندنې او د کتاب لوستلو د روحیې د ودې په موخه، د «پوهې څرک» تر عنوان لاندې د کتابونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۳
Background image

غزني پوهنتون کې له محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د پنځو فرامینو د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان او ممتاز محصلین یې وستایل شول.

غزني پوهنتون کې د محصلانو معاونیت له لوري له محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د پنځو فرامینو په اړه د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان او ممتاز محصلین د دوی د غوره علمي هڅو او. . .

BACK TO NEWS