د غزني پوهنتون د عمومي کتابخانې په چوکاټ کې د کمپیوټر ساینس پوهنځی د محصلینو له لوري آنلاین کتابخانه جوړه او نن ورځ یې د پرانیستي مراسم ترسره شول.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۳:۱۰
sh

دوشنبه : ۲۵/ربیع الثاني/۱۴۴۶ه.ق

۷/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۲۸/اکټوبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د عمومي کتابخانې په چوکاټ کې د دغه پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی د محصلینو له لوري انلاین کتابخانه جوړه او نن ورځ یې د پرانیستي مراسم ترسره شول. د آنلاین کتابخانې د پرانیستي مراسمو پرمهال د کتابخانې عمومي مدیر اسدالله منصور خوښي څرګنده کړه او دغه کړنه یې د پوهنتون یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې د دغه کتابتون په جوړېدو به محصلینو او استادانو ته ډیري اسانتیاوي رامنځته او ترڅنګ به یې محصلین وتوانیږي چې په کمه موده کې د کتابونو د مطالعې ترڅنګ به د ضرورت وړ کتابونه هم ډانلوډ کړي.

ورپسې د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس پوهنیار جاوید احمد نیازي د آنلاین کتابخانې د تخنیکي برخي اړوند معلومات وړاندي کړل او استادانو او د پوهنتون اداري کارکوونکو او محصلینو ته یې آنلاین کتابتون ته د داخیلېدو او د کتابونو په ډانلوډ او کتابتون ته د کتابونو په آپلوډ باندي په عملي بڼه معلومات وړاندي کړل.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۵:۰
Background image

د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصلینو له‌خوا تمثیلي محکمه وړاندې شوه.

ورځ: سه‌شنبه هجري قمري: ۱/جمادی الثاني/۱۴۴۶ هجري شمسي: ۱۳/قوس/۱۴۰۳ میلادي: ۳/ډیسمبر/۲۰۲۴ د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي زده‌کړیالانو په تمثیلي ډول جزایي محکمه دائره او یو تن یې محاکمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۵:۷
Background image

د غزني پوهنتون محصلینو ته، د ازمویني څخه د وېري او اضطراب د کنټرول تر سرلیک لاندې، یو ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار وړاندي شو.

ورځ: دوشنبه

هجري قمري: ٣٠/جمادی الاول/١۴۴٦

هجري شمسي: ١٢/قوس/۱۴۰۳

میلادي: ٢/دیسمبر/۲۰۲۴

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري، د یاد پوهنتون محصلانو ته د ازمویني څخه د وېري. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۴:۴۰
Background image

د غزني پوهنتون د ښوونې، روزنې او کرني پوهنځیو محصلینو د خپلو عملي زده کړو او مسلکي پوهې د لوړاوي په موخه کندهار پوهنتون ته علمي سفر ترسره کړ.

شنبه: ۲۸/جمادی الاول/۱۴۴۶ هـ.ق

۱۰/قوس/۱۴۰۳ هـ.ش

۳۰/نوامبر/۲۰۲۴ م

د غزني پوهنتون د ښوونې، روزنې او کرني پوهنځیو محصلینو د خپلو عملي زده کړو او مسلکي پوهې د لوړاوي په موخه کندهار. . .

BACK TO NEWS