غزني پوهنتون کې د دیني او جهادي مدارسو د عالیه او عالمیه دورو کلنۍ ازموینې د ترسراوي په موخه د بایومټریک بهیر په منظم ډول پیل شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۴۷
yi

غزني پوهنتون کې د مدیره هیئت او د یاد پوهنتون د مسؤلینو په شتون کې د دیني او جهادي مدارسو د عالیه او عالمیه دورو د کلنۍ ازموینې د ترسراوي په موخه د بایومټریک لړۍ په منظم ډول پیل شوه.
یاده پروسه د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست په لارښوونه او د ولایاتو د پوهنتونونو په همغږۍ پلي کېږي، چې موخه یې د ازموینو د شفافیت تأمین، د درغلیو مخنیوی او د واقعي ګډونوالو تثبیت دی؛ د دغي پروسې له لارې د ازموینې د ټولو ګډونوالو معلومات په یاده ازموینه کې د ګډون په موخه ثبتېږي.
په ورته مهال د غزني پوهنتون مسؤلینو وویل، چې د بایومټریک سیستم عملي کېدل د ازموینو پر کیفیت مثبت اغېز لري او د دیني زده کړو د نظام پر اعتبار به نور هم ټینګښت راولي. هغوی زیاته کړه، چې د ازموینو ټول پړاوونه به د ټاکل شوو اصولو او طرزالعملونو له مخې پر مخ ولاړ شي.

باید وویل شي چې د بایومټریک پروسې د ختم سره سم به د ۱۴۴۷ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې پر ۶ نېټه د یادې ازموینې بهیر پیل شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه‌شنبه ، ٢ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ٢ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS