غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستیال لوړو زدکړو وزارت ته د کاري سفر د لاسته راوړنو د راپور شریکولو په موخه له اداري کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.
غزني پوهنتون کې د مالې او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي لوړو زده کړو وزارت ته د خپل رسمي کاري سفر او ترسره کړو کارونو د راپور شریکولو په موخه له اداري کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.
د ناستې پیل د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
وروسته شیخ صاحب د خپلو ترسره کړو کارونو راپور چې پکي د طب پوهنځي د تدریسي ودانۍ د پاتي کارونو تعقیب او ژر پیل کېدل، د تائیدي په موخه د پوهنتون د نوي جوړ شوي ماسټر پلان نمونه له وزارت سره شریک کول، د ځینو مالي او حسابي چارو ترسره کول او نورو اړوندو کړنو کاري راپور یې د دغه معاونیت له کارکوونکو سره شریک او د چارو د ژر ترسراوي په موخه یې ډاډ ورکړ.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه ، ۱۰ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۰ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
