د غزني پوهنتون عمومي رئیس،د محصلینو د ستونزو د اورېدو او د لیلیې د ټولیز وضعیت د ارزونې په موخه له عمومي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۱
se

ن ورځ د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د محصلینو د ستونزو د اورېدو او د لیلیې د ټولیز وضعیت د ارزونې په موخه له عمومي لیلیې څخه لیدنه ترسره کړه.
د دې لیدنې پر مهال شیخ صاحب  د لیلیې له مسؤلینو سره له نږدې خبرې وکړې او د اوسېدو، خوړو، حفظ الصحې،  او نورو اړوندو برخو د خدماتو د کیفیت په اړه یې تفصیلي معلومات تر لاسه کړل؛ او مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د راپورته شوو ستونزو د حل لپاره ژر اجرائيې ګامونه پورته کړي او د لیلیې په چارو کې د لا زیات منظم سیستم د رامنځته کولو لپاره لازم تدابیر عملي شي.
او دارنګه یې د لیلیې عمومی مدیریت مسؤلینو  وړاندیزونو او غوښتنو ته په دقت غوږ ونیو او ټینګار یې وکړ، چې د غزني پوهنتون رهبري د محصلینو هوساینه او تعلیمي چاپېریال ښه کول خپل لومړیتوب ګڼي.

محصلینو د پوهنتون د رهبري له دې اقدام څخه قدرداني وکړه او دا ډول لیدنې یې د ستونزو د سموالي او د شفافو خدماتو په وړاندې کولو کې اغېزمنې وبللې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
شنبه ، ۸ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۸ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS