غزني پوهنتون عمومي رئیس د محصلینو ستونزو ته د رسېدنې او د ازموینو د روان بهیر ارزونې په موخه د ازموینو له صحنو څخه لیدنه ترسره کړه.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۳:۴۳
gp

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د محصلینو ستونزو ته د رسېدنې، د ازموینو د روان بهیر د ارزونې او شفافیت په موخه د ازموینو له صحنو څخه لیدنه ترسره کړه.

د دغي لیدنې پرمهال شیخ صاحب د ازموینو په صحنو کې د شفافیت، نظم او د محصلینو د اسانتیاوو وضعیت له نږدې وڅېړه او ډاډ یې څرګند کړ؛ چې ازموینې د ټاکل شوې تګلارې سره سمي، عادلانه او منظم جریان لري. همدارنګه یې له استادانو او محصلینو سره مستقیمې خبرې وکړې او د هغوی نظرونه، ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل. او ټینګار یې وکړ چې د محصلینو مشروع غوښتنې او ستونزې به په جدي ډول ارزول کېږي او د سمون لپاره اړین ګامونه پورته کېږي.

په ورته مهال رئیس صاحب د ادارې د ژمنتیا ډاډ ورکړ او وویل چې د ازموینو د سیسټم د لا ښه والي، شفافیت لوړولو او د محصلینو د علمي پرمختګ لپاره هلې ځلې روانې دي.او یادونه یې وکړه چې دا ډول څاریزې لیدنې به دوام ولري، څو د ازموینو بهیر په بشپړ ډول اغېزمن، معیاري او د محصلینو د خوښۍ وړ ترسره شي.

د یادې لیدنې پایله کې شیخ صاحب د ازموینو په ساحو کې اړونده ټیمونو ته د چلند د اصولو مراعت، د نظم ټینګښت او د محصلینو د اسانتیاوو په پام کې نیولو باندې ټینګار وکړ.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۵ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۵ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ.

پدغه پروګرام کې چې د غزني. . .

BACK TO NEWS