د غزني پوهنتون لپاره نوی ماسټر پلان او تفصیلي پلان بشپړ او په نیږدې راتلونکې کې به له دغه پوهنتون سره په رسمي ډول شریک کړل شي.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۲۷
hu

د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت په هڅو د دغه پوهنتون د پرمختګ لپاره نوی ماسټر پلان او تفصیلي ساختماني نقشې بشپړې شوې دي او ټاکل شوې چې په نېږدې راتلونکې کې به له پوهنتون سره په رسمي ډول شریک کړل شي.
د دغه پلان هدف د غزني پوهنتون د فزیکي پراختیا ترڅنګ، د تحصیلي خدمتونو کچه لوړول، د څېړنې امکانات پیاوړي کول او محصلینو ته د معیاري علمي چاپېریال برابرول دي.
د ماسټر پلان په جوړولو کې د پوهنتون ستراتیژیک اهداف، د راتلونکو کلونو اړتیاوې، د درسي پوهنځیو پراختیا، د لابراتوارونو او کتابتونونو پیاوړتیا، د محصلینو د استوګنځایونو پراخې شبکې، ورزشي میدانونه او د اداري چارو د عصري سیستم جوړول په پام کې نیول شوي دي.
یاد پلان چې د غزني ولایت د ښار او کور جوړولو ریاست د تخنیکي ټیمونو او انجنیرانو له لوري ډیزاین او ترتیب شوي د اړوند، وزارت له رسمي تائیدي وروسته به له غزني پوهنتون سره شریک کړل شي. 
په ورته مهال د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي هم دغه مهم پرمختګ د پوهنتون د پراختیا لپاره یو ستر فرصت بولي او هیله څرګندوي چې د پروژو د عملي کېدو په نتیجه کې به د پوهنتون اداري او تدریسي ودانۍ، حلقوي سرکونه او شنې ساحې په منظم او اساسي ډول او له ځنډ او خنډ پرته جوړي کړي. 

باید وویل شي چې د غزني پوهنتون د نوي ماسټر پلان سره سم به د دغه پوهنتون د سرکونو، پلو لارو او شنوساحو چارې به ژر پیل او په اساسي ډول به ورغیږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
شنبه ، ۱ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS