غزني پوهنتون کې د اداري چارو د چټکتیا او ورسپارل شوو مسؤلیتونو د ښه ترسراوي په موخه اداري ناسته ترسره شوه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۱۴
vy

غزني پوهنتون کې  د مالي او اداري چارو د مرستیال شیخ الحدیث مولوي عبدالهادي ذولهادي په مشرۍ له اداري کارکوونکو سره د اداري چارو د چټکتیا، همغږۍ او د ورسپارل شوو مسؤلیتونو د اغېزمن ترسره کېدو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
ښاغلي ذوالهادي د ناستې په ترڅ کې وویل چې مسؤلیتونه یو امانت دي، او باید هر څوک دا امانت په پوره اخلاص، صداقت او ژمنتیا ترسره کړي.
او زیاته یې کړه چې باید ټول کارکوونکي د خپلو مسؤلیتونو په پېژندنه، د ټولو کارونو په ترسره کولو کې د وخت مراعت، د شفافیت اصل، او د ځواب ویلو فرهنګ ته باید جدي پاملرنه وکړي، او خپلې اړوندي اداري چارې له وخت سره سمې ترسره کړي. 
او ټولو کارکوونکو ته یې د هر راز همکارۍ او په چارو کې د لا سمون او سرعت په موخه د اړینو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
شنبه، ١٨، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ١٩، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS